د عراق په عین الاسد پوځي اډه باندې راکټي برید شوی دی.
عراقي رسنیو ویلي چې په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر تر ټولو سترې پوځي اډې عین الاسد باندې لس توغندي توغول شوي دي.
راپورونه وایي چې په دې برید کې د مالي زیانونو سربېره د امریکایي ځواکونو یو قراردادي هم وژل شوی دی.
تر اوسه د وژل شوي قراردادي هویت نه ده په ډاګه شوی.
راپورونه وایي چې امریکایي ځواکونو دا اډه تر ډېره حده خالي کړې ده او خپل پرسونل یې نورو خوندي ځایونو ته لېږدولي دي.
تر اوسه د برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو امریکا یې د مسوولیت ګوته ایران ته نیسي.