د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي چې په هېواد کې روانه اوږده جګړه نه د منلو وړ ده او نه هم نظامي حل لاره لري.
عبدالله عبدالله پرون سې شنبه (دغبرګولي ۱۸مه نېټه) په کابل کې د سولې د سیمهییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا په موخه جوړې شوې پنځمې مجازي ناسته ته چې د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو بنسټونو استازو پکې برخه لرله وویل، سیمهییز او د نورې نړۍ هېوادونه دې پر طالبانو فشار راوړي څو جدي مذاکراتو ته حاضر شي.
نوموړي زیاته کړې چې په هېواد کې روان تاوتریخوالی نور هیڅ افغان ته د منلو نه دی او له ښکېلو لوریو غواړي چې هر څه ژر تاوتریخوالی کم او تلپاتی اوربند وکړي.
عبدالله یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې افغان جګړه نظامي حل نه لري خو که چېرته د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه سمه استفاده ونه شي نو له هېواد څخه دفاع ته هم پوره چمتووالی لري.