طالبانو ګواښ کړی چې که ناټو او امريکايي ځواکونه د دوحې تړون پر اساس په می میاشت کې ونه وتل نو د امريکا متحده ایالاتو پر وړاندې به جګړه له سره پېل کړي. د امریکا د کانګرس يوې ډلې د ځواکونو د اخراج د ځنډولو سپارښتنه کړې ده.
له کابل څخه د آلمان خبري آژانس د جمعې په ورځ په خپل راپور کې ويلي دي چې طالبانو په خپلې رسمي ويبپاڼه کې ليکلي دي: «که چيرته د دوحې تړون ملغا شي، دا به د یوې سترې جګړې سبب واقع شي چې مسئوليت به يې په نيغ په نيغه د امریکا پر غاړه وي.»
طالبانو دغه څرګندونې دوو ګوندونو د کارپوهانو د يو رپوټ په ځواب کې کړي، چې په هغه کې سپارښتنه شوې وه چې له افغانستانه د امريکايي قواو د ایستلو موضوع تعويق ته واچول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني وايي که روان مذاکرات ناکام شي د طالبانو پر ضد به مقاومت پيلوي. نوموړي خبرداری ورکړی چې که په دوحه کې روان بین الافغاني مذاکرات ناکام شي، له هغو هېوادونو سره چې له طالبانو سره مخالف دي، په ګډه به د خلکو په راټولولو او د طالبانو پروړاندې مقاومت پیل کړي.
یونس قانوني ویلي له طالبانو سره د مهمو مسایلو اړوند بحث کولو وړاندې موقت حکومت مطرح کول به د طالبانو په ګټه وي.
د امريکا متحده ايالاتو پخواني ولسمشر دونالد ترمپ ادارې د تيرکال په فبروري میاشت کې طالبانو سره يو تړون لاسليک کړ. په دغه تړون کې راغلي چې په افغانستان کې ميشت د ناټو ټول ځواکونه د ۲۰۲۱م کال د اپريل مياشتې تر پايه پورې په تدريجي ډول له دغه هيواد څخه وځي. طالبانو هم په مقابل کې ژمنه کړې وه چې تاوتريخوالي به کموي او افغان حکومت سره به د سولې مخامخ مذاکرات پيلوي.
د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي ټيمونو د تير سپتمبر په نيمايي کې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ د قطر هیواد په پلازمينه دوحه کې د سولې مخامخ مذاکرات رسما پيل کړل. خو طالبانو سربیره پر دې د افغانستان په مختلفو سيمو کې خپل بريدونه لا هم جاري ساتلي دي.
افغان چارواکو د جمعې په ورځ (د فبروري ۵مه) خبر ورکړ چې طالبانو همدا تيره شپه د شمالي ولایت کندز په خان آباد ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۶ افغان امنيتي ځواکونه ووژل.
امريکا متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ کال کې په امريکا د سپتمبر ۱۱مې تروریستي پیښې وروسته پر افغانستان پوځي حمله وکړه او د طالبانو رژيم يې ړنګ کړ. امریکا له هغه وخت راهيسې په افغانستان کې د خپلو سرتيرو شمیر تر ټولو ټيټ هغه يعنې ۲۵۰۰ ته راښکته کړی دی.