د ولسمشر لومړی مرستیال وایي چې ملي امنیت پر ده د بریدونو یو پلان شنډ کړی دی.
امرالله صالح پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې وسله والو طالبانو ده د تګ راتګ پر لاره په شپاړسو ټکو کې د بریدونو پلان درلود خو د ملي امنیت منسوبین په دې بریالي شوي چې دغه پلان شنډ کړي.
نوموړی همدا راز وایي چې پر ده تر دې مخکې شوي بریدونه هم وسله والو طالبانو ترسره کړي دي او نیول شوو کسانو هم اقرار کړی دی چې له طالبانو سره اړیکه لري.
امرالله صالح دغه راز وایي چې د ولسمشر پر دویم مرستیال سرور دانش او استاد کریم خلیلي هم ترهګرو د برید پلان درلود خو پکې بریالي شوي نه دي.
امرالله صالح داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې په کابل او ولایتونو کې هدفي بریدونه ډېر شوي دي او خلکو ته یې جدي اندېښنې پارولې دي.