Home » افغانستان » صالح:اسلام اباد د افغانستان د تجزیې او د مرکزي حکومت د له منځه وړلو په لټه کې دی
رویداد خبري آژانس
د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

صالح:اسلام اباد د افغانستان د تجزیې او د مرکزي حکومت د له منځه وړلو په لټه کې دی

د ولسمشر لومړي مرستیال په رسنیو کې د مشارکتي او سولې حکومت د طرحې په تړاو غبرګون ښودلی او هغه یې یوه شیطاني طرحه بللې ده.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په تازه څرګندونو کې ویلي چې پاکستان او د سیمې ځينې استخباراتي کړۍ د افغانستان د تجزیې او د مرکزي حکومت د له منځه وړلو په لټه کې دي.

د صالح په وینا، استخباراتي کړۍ د جعلي او خیالي طرحو په راوړلو هڅه کوي چې په هېواد کې د ولس ترمنځ نفاق ته لمن ووهي او په هېواد کې څو لوی او واړه حکومتونه رامنځ ته کړي.

د نوموړي په خبره پاکستان غواړي چې د افغانستان جنوبي ولایتونه او سیمې د دوی په کنټرول کې وي او له دې ځایه د افغانستان په نورو برخو او سیمه کې ترهګریز فعالیتونه او لاسوهنې ترسره کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...