Home » افغانستان » صالح؛خوشال سادات د پاکستاني ویزو د وېش بهیر د تنظیم لپاره د مسوول په توګه ټاکلی دی
رویداد خبري آژانس

صالح؛خوشال سادات د پاکستاني ویزو د وېش بهیر د تنظیم لپاره د مسوول په توګه ټاکلی دی

د ولسمشر لومړي مرستیال د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې د تصدۍ رییس جنرال خوشال سادات د پاکستاني ویزو د ویش بهیر د تنظیم لپاره د مسوول په توګه ټاکلی دی.

امرالله صالح په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې خوشال سادات به د پاکستان د ویزو د ویش د بهیر نظارت کوي او هڅه به کوي دا بهیر داسې تنظیم کړي چې په هغه کې ستونزې راکمې او د ولس ابرو خوندي وي.

امرالله صالح دغه راز ویلي چې په شپاړسو بېلو برخو کې به د پاکستاني ویزو د اخیستلو لپاره له خلکو پاسپورتونه اخیستل کېږي او بیا به د افغان پوست له لارې په خپل نوبت د پاکستان سفارت ته وړل کېږي او وېزې به ورته اخیستل کېږي.

امرالله صالح وایي دا مسایل ټول د بهرنیو چارو وزارت له لارې د پاکستان له سفارت سره شریک کړل شوي دي او له ټولو امکاناتو په استفادې به د فساد مخه نیول کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...