Home » سیمه او نړی » صادق سنجراني د پاکستان د سنا جرګې رييس شو
رویداد خبري آژانس
د صدراعظم عمران خان له خوا کاندید شوی صادق سنجراني

صادق سنجراني د پاکستان د سنا جرګې رييس شو

د پاکستان د سنا جرګې د مشرۍ لپاره د صدراعظم عمران خان له خوا کاندید شوی صادق سنجراني د دې جرګې د مشر په توګه اعلان شو.

په دغو انتخاباتو کې د لاس وهنې ادعاوې هم شوي دي.

د ټاکنو رسمي پایلو وښوده چې صادق سنجراني د ۴۸ رایو په اخېستلو سره د اپوزیسیون ګوند ګډ کاندید یوسف رضا ګیلاني ته د ۶ رایو په تفاوت ماته ورکړه.

سناتور مظفر حسین شاه چې د ټاکنو څارنه یې کوله، ویلي د ګیلاني په ګټه ۷ رایې له دې کبله باطلې شوي چې په سمه توګه ټاپه شوي نه وې، نو ځکه بریا د حکومت د نوماند په برخه شوه.

د اپوزیسیون ګوندونو دا پایلې نه دي منلي.

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي چې رایې په قانوني ډول کارول شوي، د پایلو د اعلان پر وړاندې یې د دعوا راپورته کولو د احتمال خبره کړې ده.

د ورځې په سر کې د اپوزیسیون سناتورانو ویلي و چې ځینې پټې کمرې یې موندلي چې د رای راخیستنې په صندوق کې ځای پرځای شوي وې. له همدې کبله دا انتخابات له لږ ځنډ سره مخامخ شول.

حکومت لا هم د سنا جرګې په سلو څوکیو اکثریت نه لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...