د افغانستان کرکټ بورډ پخواني اجراييوي رييس حامد شينواري په پاکستان سوپر ليګ کې د افغان لوبغاړو له لوبېدو سره مخالفت ښکاره کړى دى او ويلي يې دي، چې افغان کرکټ بورډ دې لوبغاړو ته اجازه نه ورکوي.
د پاکستان کرکټ ليګ شپږم پړاو ډرافټ ته ډېرو افغان لوبغاړو نومليکنه کړې وه، چې څلور افغان لوبغاړي د بېلا بېلو لوبډلو له لوري واخيستل شو.
حامد شينواري په دې اړه په خپله فېسبوکپاڼه کې يو پوسټ کړى دى او په پاکستان سوپر ليګ کې يې د افغان لوبغاړو له لوبېدو سره مخالفت ښکاره کړى دى.
هغه ليکلي:” کرکټ بورډ بايد افغان لوبغاړو ته په پاکستان سوپر ليګ يا PSL کې د لوبېدو اجازه ورنکړي. د دښمن اقتصاد مه پياوړى کوئ. د ودان افغانستان په لور.”