Home » سیمه او نړی » شمالي وزیرستان کې د خلکو پر کرنیزو ځمکو پوځي تاسیسات جوړېږي
شمالي وزیرستان

شمالي وزیرستان کې د خلکو پر کرنیزو ځمکو پوځي تاسیسات جوړېږي

د پاکستان د شمالي وزیرستان د میرعلي سیمې په حسوخېل، ټاټراباد او موسکي کلیو کې د راپورونو له مخې، امنیتي ځواکونو د خلکو پر کرنیزو ځمکو د سړکونو، پوځي مرکزونو او کلاګانو جوړولو چارې پیل کړې دي.

د راپورونو پر بنسټ، د پوځي ټانکونو او موټرو د تګ راتګ لپاره شنې کروندې ویجاړې شوې او ګڼې حاصلخېزې ځمکې د کرنې له استفادې وتلې دي.

بلخوا، د میرعلي اوسېدونکي وايي، چې د پوځي عملیاتو له امله له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې په خپلو کورونو کې ایسار دي او د تګ راتګ ازادي یې محدوده شوې ده.

د سیمې د وضعیت او د ځمکو د نیولو په اړه د پاکستاني چارواکو خپلواک وضاحت په ترلاسه شویو راپورونو کې نه دی خپور شوی.

فتانه کمال

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

سعودي عربستان؛ په دوو میاشتو کې د حوثیانو ۲۰۹ هوايي بریدونه شنډ کړي

په امریکا کې د سعودي ...