Home » افغانستان » سیګار: افغانستان کې د امریکا ۲٫۴ میلیارډه ډالره ضایع شوي
رویداد خبري آژانس

سیګار: افغانستان کې د امریکا ۲٫۴ میلیارډه ډالره ضایع شوي

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت د ځانګړي سر مفتش دفتر یا سیګار وایي،د ۲،۴د میلیارد ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د امریکا په پیسو له جوړو شوېو تاسیساتو یا کار نه اخېستل کېږي او یا ضایع شوي دي.

سیګار په یوه راپور کې چې پرون خپور شو ویلي، دا پروژې چې ښوونځي، سړکونه، محبسونه، روغتونونه، پلونه، یو هوټل او د افغان ځواکونو تاسیسات په کې دي او لګښت یې د امریکا دفاع وزارت، د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې USAID ، OPIC او د بهرنیو چارو وزارت ورکړی یا کار نه دی ترې اخېستل شوی، یا له ټاکلي هدف سره سمه استفاده نه ده ترې شوې، یا سم نه دي ساتل شوي او یا ګردسره ویجاړ شوي دي.

خو برعکس له ټولو لګېدلو ۷،۸ میلیارد ډالرو څخه د سیګار په وینا یوازې د څه باندې ۳۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د جوړو شویو تاسیسات وضعیت سم و.

د سیګار راپور زیاتوي چې له ډېری دې تاسیساتو یا سمه استفاده نه ده شوې، یا ترمیم شوي نه دي او یا پرېښودل شوې دي.

سیګار وايي چې د دې پروژو د رغونې پر مهال دې ته پاملرنه نه وه شوې چې ایا افغان حکومت دې تاسیساتو ته اړتیا لرله او ایا د هغو د ساتنې لپاره یې مالي او تخنیکي امکانات درلودل که نه؟

سیګار په افغانستان کې د امریکا د حکومت د بیارغونې د لګښتونو د څرنګوالي په اړه وخت ناوخت راپورونه خپروي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...