ناټو وایي، په افغانستان کې د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي زیاتېدل به د دوی راتلونکې پرېکړې سختې کړي.
د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ په بروکسل کې د بلجیم له دفاع وزېرې سره د کتنې پر مهال د افغانستان او طالبانو په اړه څرګندونې وکړې.
نوموړي ویلي، وسلهوالو طالبانو له امریکا سره پر کړې هوکړه عمل نه دی کړی او تاوتریخوالی یې څو چنده زیات کړی دی. هغه وایي، افغانستان کې د ناټو هره پرېکړه په دې هېواد کې د ثبات په راتلو پورې تړاو لري او په خبره یې دوی باید ډاډه شي چې دغه هېواد بیا د ترهګړو په پټنځای نه بدلېږي.
ناټو تردې وړاندې هم ویلي و، چې له افغانستان د امریکایي سرتېرو ایستل په دوی پورې اړه نه لري او په خبره یې شرایطو ته په کتو سره به د ناټو د غړو هېوادونو سرتېرې له افغانستان ووځي.
وسلهوالو طالبانو او امریکا د تېر کال فبرورۍ میاشت کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې طالبانو پر امریکایي سرتېرو بریدونه نه کول او په افغانستان کې به یې تاوتریخوالی کمول، دغه راز د هوکړې له مخې، امریکا باید په ۱۴ میاشتو له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي.
خو اوس داسې ښکاري چې د امریکا نوی حکومت دې ته نه دی اماده چې په ټاکلي وخت خپل سرتېري له افغانستان وباسي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره ورځ پنتاګون کې د خبرو پر مهال وویل، له افغانستان د سرتېرو له ایستلو تېرېږي او په اوس وخت کې د خپل هېواد دیپلوماسي او په افغانستان کې سیاسي حل ته لومړیتوب ورکوي.