Home » افغانستان » سني لګت:د افغان ځواکونو بشپړ ملاتړ او دفاع ته ژمن یو
رویداد خبري آژانس

سني لګت:د افغان ځواکونو بشپړ ملاتړ او دفاع ته ژمن یو

د امریکایي ځواکونو ویاند وایي، چې د افغان ځواکونو بشپړ ملاتړ او دفاع ته ژمن دي.

په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو د امریکا-طالبانو د هوکړې د مواردو د نقض په اړه د طالبانو ادعا رد کړې او ټینګار یې کړی دی چې دوی د دوحې هوکړې پر بنسټ د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سني لګت زیاته کړې، دا ثابته او روښانه خبره ده چې امریکایي ځواکونه به په هر صورت د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د افغان ځواکونو بشپړ ملاتړ کوي.

نوموړي یو ځل بیا له دواړو لوریو د تاوتریخوالي کمښت غوښتنه کړې ده.

هغه زیاته کړې، طالبان که څه هم د دولتي چارواکو، مدني فعالانو او خبریالانو د وژنو پړه پر غاړه نه اخلي خو په خبره یې هر څه ژر باید د سولې پروسې بریالي کېدو لپاره دې بریدونو ته د پای ټکی کېښودل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...