Home » سیمه او نړی » سعودي عرب ولیعهد د پاکستان له لوی درستیز قمر باجوه سره له لیدو ‘ډډه کړې’
رویداد خبري آژانس

سعودي عرب ولیعهد د پاکستان له لوی درستیز قمر باجوه سره له لیدو ‘ډډه کړې’

جنرال جاوید قمر باجوه د سعودي عرب له مرستیال دفاع وزیر او د محمد بن سلمان له کشر ورور خالد بن سلمان ال سعود سره لیدلي.

راپورنو وايي، د سعودي عرب ولیعهد محمد بن سلمان د پاکستان له لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره له لیدو ډډه کړې ده.

جنرال باجوه سعودي عرب پلازمېنې ریاض ته تللی او د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ‘ورورګلوۍ اړیکو ‘ کې بدلون نه دی راغلی.

ویل کېږي دا وروستیو کې د پاکستان او سعودي عرب اړیکي خړ پړ شوي دي.

د دوشنبې پر ورځ جنرال باجوه او د پاکستان استخباراتي ادارې مشر فیض حمید ریاض ته سفر وکړ. ویل کېږي، د دې سفر هدف د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو کې سمون راوستل و.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له لوري له هغو څرکندونو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکي ساړه شول، چې د هند پر وړاندې د کشمیر موضوع کې د سعودي (ناکافي) دریځ یادونه وبلل شوه.

جنرال باجوه د ولیعهد سلمان له لوري له لیدو له (ډډه) کولو وروسته د محمد بن سلمان له ورور سره لیدلي چې د دفاع مرستیال وزیر دی. نوموړي دغه راز له خپل سعودي سیال سره هم لیدنه درلوده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ‘د کشمیریانو ملاتړ کې د نیمګړتیاوو ‘ له کبله د اسلامي هېوادونو پر همکارۍ سازمان هم نیوکې کړې.

د دغه سازمان مرکز په سعودي عرب کې دی او په دغه سازمان کې د سعودي عرب نفوذ جوت بلل کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...