Home » سپورټ » ریال ماډریډ بارسلونا ته په خپل کور کي ماته ورکړه
رویداد خبري آژانس

ریال ماډریډ بارسلونا ته په خپل کور کي ماته ورکړه

په لوبه کي لومړنی ګول د ریال مادرید لوبغاړي فیدیریکو والورډي ولګوئ.

دوهم د بارسلونا لوبغاړي انسو فاټې ولګوئ او پاتي ګولونه د ریال لپاره سرجیو راموس پینالټي او لوکا موډریچ ووهل.

پدې بریا سره ریال مادرید د الکلاسیکو د لوبو په تاریخ کي د بارسلونا کلب څخه یوه لوبه مخکي سو او خپلي بریاوي یې ۹۷ ته ورسولې.

رویداد خبري آژانس

د دواړو کلبو ترمنځ د الکلاسیکو ټولي ۲۴۴ لوبي ترسره سوي، چي ۵۵ یې مساوي سوي او ۹۶ یې بیا بارسلونا کلب ګټلي دي.

د لوبي ۵۳ سلنه واک او د توپ لوبېدل د بارسلونا کلب په لاس کي وو، خو ریال مادرید د همېشه په څېر بریدګره لوبه کول او پر مقابل لوري یې دوه برابره پر هدف شوټان ووهل.

لدې سره ریال د ګروپ پر سر کي، اتلاتیکو مادرید دوهم، خو بارسلونا د جدول پر ۱۲م ځای کي راغلئ.

د بارسلونا کلب تکړه او د نړۍ مشهوره لوبغاړي لیونل میسي نه یوازي دا چي په تېره لوبه کي یې کومه لاسته راوړنه درلودل، بلکه دا یې ۶مه د الکلاسیکو لوبه وه، چي د ریال مادرید پر وړاندي یې نه ګول او نه هم د ګول پاس ترسره کړئ دئ.

رویداد خبري آژانس

د هسپانیا هیواد په مشهور لالیګا لیګ کي ریال مادرید او بارسلونا کلبونه د نړۍ تر ټولو مشهور کلبونه دي او دواړه کلبونه په خپل منځ کي سخت سیالان هم دي.

د اروپا اتلانو او لالیګا لیګونو کي د دواړو لوبډلو مخامخ کېدل او په خپلو کورونو کي دوه اړخیزي لوبو کولو ته د الکلاسیکو نوم ورکول سوئ دئ.

راتلونکې د الکلاسیکو لوبه ۵ میاشتي وروسته د ریال په کوربتوب د نوي عیسوي کال د اپرېل پر ۱۱مه نېټه ترسره کیږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...