د عامې روغتیا وزارت وايي د واکسین برابرولو نړیوال بنسټ “کوواکس” د روغتیا نړیوال سازمان تر نظر لاندې افغانستان ته د ۱۶ میلیونه دوزه کرونا ضد واکسین ورکوي.
د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح وايي د کوواکس دې مرسته شوي واکسین لومړنۍ جوپې کې به یو اعشاریه درې میلیونه ډوزه وي.
د دغه وزارت په وینا، د کرونا پر ضد د واکسین لپاره یې لومړیتوبونه ټاکلي دي.
د دغه وزارت د چارواکو په وینا لومړی به روغتیايي کارکوونکو، بیا امنیتي ځواکونو او خبریالانو ته ترلاسه شوی واکسین ورکړي.
په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا ویروس له جوړېدو او خلکو ته له ورکولو میاشتې تېرېږي، خو په افغانستان کې لا هم دا بهیر نه دی پیل شوی.
افغانستان تېره یکشنبه د کرونا ضد واکسین ترلاسه کړ، چې د هند له خوا د ۵۰۰ زره ډوزه ژمنه شوې مرستې یوه برخه وه.