Home » افغانستان » روغتیا وزارت:د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو پرېکړه لا نه ده شوې
رویداد خبري آژانس

روغتیا وزارت:د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو پرېکړه لا نه ده شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو پر طرحه یې خبرې کړې دي.

دغه وزارت پرون چهارشنبې (د چنګاښ ۹مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، تر دې دمه دې پایلې ته نه دي رسېدلي چې ښوونځي او پوهنتونونه به پرانیزي خو وضعیت ته په کتو به په دې تړاو پرېکړه کوي.

روغتیا وزارت له پوهنې وزارت، حج او اوقافو وزارت او د خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو له استازو سره کتلي دي او د ښوونځیو د پرانیستل کېدو پر طرحه یې خبرې ورسره کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي دوی ټولې پرېکړې د کرونا ویروس کچې ته په کتو کوي او دا به ارزوي چې په راتلونکو ورځو کې د مثبتو پېښو په ګراف کې کوم بدلونونه راځي نو پر همدې بنسټ هم دوی خپله پرېکړه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...