د هېواد کرنې او مالدارۍ وزارت رسنیو ته ویلي یو هندي شرکت افغاني زیره یې خوښه کړې او دوه زره ټنه پیري.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي اعلان وکړ چې یو هندي شرکت دی، غواړي د افغانستان زیره وپیري او هلته بازار ته یې وړاندې کړي.
د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي رسنیو ته وویل چې دغه شرکت له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د زیرې اخیستو هوکړه لاسلیک کړې ده.
راپورونه وايي په ممبي ښار کې د افغان حکومت قونسلګرۍ د سوداګریزې برخې اتشې محمد نافع سروري وویل دوی دغه هوکړه له جابز انټرنېشنل په نوم هندي شرکت سره لاسلیک کړې ده.
د راپورونو پر بنسټ یاد شرکت د کال ۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰۰۰ ټنه سپینه زیره ممبي ته وړي او هلته به یې د زیرې په بازارونو کې د خرڅ لپاره مخې ته کوي.
د معلوماتو له مخې جابز انټرنیشنل شرکت مخکې زیره د سوریې او پاکستان له هېوادونو څخه اخیستل خو کله چې د یاد شرکت مسولین د هېواد په یو سوداګریز نندارتون کې ګډون وکړل، دې ته لیواله شول چې باید د افغانستان څخه زیره واخلي.