Home » سیمه او نړی » د کووید-۱۹ نوېو ډولونو په اړه اندېښنې
رویداد خبري آژانس

د کووید-۱۹ نوېو ډولونو په اړه اندېښنې

د کووید-۱۹ نوېو ډولونو د دې ویروس د خپرېدو د لا ډېر خطر په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

روغتیایي متخصصینو په ځانګړي ډول په بریتانیا، جنوبي افریقا او برازیل کې د دې ویروس د نوېو بڼو په اړ اندېښنې ښودلي چې اوس د نړۍ نورو هېوادونو ته هم رسیدلي دي.

انګېرنه دا ده چې د کووید-۱۹ ټولې درې، نوي ډولونه تر لومړني ویروس ډېر د خپرېدو وړتیا لري، دا په دې مانا چې دا چټک خپرېدا به روغتونونه او د روغتیا پالنې سیستمونه له سختیو سره مخامخ کړي.

روغتیایي چارواکو د ویروس د هغې بڼې په اړه چې په بریتانیا کې وپېژندل شوه، ویلي و چې ډېره خطرناکه نه ده، خو پرون د بریتانیا متخصصینو وویل چې شواهد ښیې دا نوې بڼه ویروس د ځینو ډلو لپاره تر پخواني ویروس ۳۰ تر ۴۰ سلنه ډېر وژونکی وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...