Home » افغانستان » د کورنیو چارو وزارت:د کندهار او هلمند وروستیو جګړو کې د طالبانو ۵۵ قوماندانان وژل شوي
رویداد خبري آژانس

د کورنیو چارو وزارت:د کندهار او هلمند وروستیو جګړو کې د طالبانو ۵۵ قوماندانان وژل شوي

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندهار او هلمند وروستیو جګړو کې د طالب وسله والو ۵۵ قوماندانان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تېره یکشنبې په ورځ،د نومبر ۱۵ (لړم ۲۵) په کابل کې یوې خبري کنفرانس ته وویل، چې په هلمند کې د طالبانو د وروستیو بریدنو پر مهال ۱۵۲ پاکستاني طالبان هم وژل شوي دي.

هغه وویل چې دغه طالب جنګیالي د افغان ځواکونو سره مخامخ نښتو او هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د یاد ولایتونو جګړو کې د افغان طالبانو څه باندې۲۰۰ تنو جنګیالیو هم برخه اخیستې وه.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د کورنیو چارو وزارت د ویاند د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.

وسله والو طالبانو تېره سپټمبر میاشت کې د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه پر یو شمېر سیمو پراخ بریدونه وکړل چې څو اونۍ جګړه روانه وه.

د یادې جګرې پر مهال لښکرګاه ښار ته نژدې یو شمېر سیمې هم سقوط شوې چې افغان ځواکونو یې د بیرته نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د افغان چارواکو او بهرنیو ادارو د معلوماتو په اساس په هلمند ولایت کې د وروستیو جګړو له امله څه باندې ۱۰زره کورنۍ بېځایه شوي دي.

د هلمند ګاونډ کې کندهار هم یو له هغو ولایتونو څخه دی چې تر یاد ولایت وروسته پکې جګړو زور واخیست.

د چارواکو په وینا د کندهار، ارغنداب، میوند، ژړۍ او پنجوايي ولسوالۍ د طالبانو او امنیتي سرتیرو ترمنځ د سختو نښتو شاهدې وې.

په کندهار کې د وروستیو جګړو له امله د زرګونو کورنیو د بېځایه کېدو خبر ورکړل شوو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...