Home » اقتصادی » د کرنې ریاست: هلمند کې د پستې څه باندې ۵۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړېږي
رویداد خبري آژانس

د کرنې ریاست: هلمند کې د پستې څه باندې ۵۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړېږي

دافغانستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د روان ۱۴۰۰ لمریز کال تر پایه به د همکارو موسسو او ځایي خلکو په همکارۍ په دې ولایت کې د پستې ۵۱۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شي.

دغه وزارت پرون سې شنبه (د چنګاښ ۸مه نېټه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په هلمند کې د پستې ۵۱۰ جریبه نوي بڼونه په داسې حال کې جوړیږي، چې تر دې وړاندې په دې ولایت کې د پستې سلګونه جریبه بڼونه جوړ شوې ول، د دغو بڼونو ښې پایلې يې نور کروندګر هم وهڅول، چې په خپلو ځمکو کې د پستې بڼونه جوړ کړي.

بلخوا د هلمند د کرنې ریاست چارواکي بیا د پستې د بڼونو په جوړولو کې د خصوصي سکټور ونډه مهمه بولي او وايي، د خصوصي سکټور له خوا ۱۰۲ زره د پستې نیالګي روزل شوي دي چې د دوی له خوا به پر ځمکوالو ووېشل شي.

د هلمند ولایت د کرنې رییس زیاتوي، چې د هلمند دکرنې ریاست له خوا د دې ولایت ځمکوالو او بڼوالو ته د پستې نیالګیو پیوند، د ځمکې ډیزاین او نقشې او همداراز د پستې بڼونو جوړولو اړوند اړینې لارې چارې هم په عملي او نظري ډول ښودل شوي دي.

  په داسې حال کې، چې افغانستان په نړۍ کې د لوړ کیفیت پستې لرلو نوم لري او پسته د افغانستان د صادراتو یو مهم برخه ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...