د کاپیسا ولایت د ولایتي شورا غړي او د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي په اختر کې تر درې ورځني اوربند وروسته، تګاب ولسوالۍ کې جګړو زور اخیستې او لسګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.
یو شمېر هغه کورنۍ چې اوس کابل ته کډه شوې دي وايي، د ژوند ټول شته یې په تګاب کې پریښي او اوس له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان په بېلا بېلو سمیو کې د نا امنیو په اړه رپوټونه ورکړل شوي.
تر دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې سلګونه عام وکړي وژلي او ټپیان کړي دي.
خو طالبان بیا دغه ادعا ردوي او وايي د “خلکو د بې کوره کیدو اصلي لامل د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د عامو خلکو پر کورونو د توغنديو ویشتل دي”.