Home » افغانستان » د کابل پولیسو دوه مشکوک وسله وال وژلي
رویداد خبري آژانس

د کابل پولیسو دوه مشکوک وسله وال وژلي

افغان ځواکونو د کابل په دولسمه حوزه کې پرون جمعه (د سلواغې ۱۰مه) دوه مشکوک وسله وال وژلي او یو تن یې ټپي کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تېره شپه په یوه پیغام کې چې رسنیو ته یې واستاوه وویل، دغو وسله والو غوښتل پر پولیسو برید وکړي خو مخکې تر دې چې خپل هدف ته ورسیږي د پولیسو له لوري وویشتل شول.

ښاغلي ارین زیاته کړه چې له دې کسانو څخه لاسي بمونه، تفنګچې او پاکستاني شناختي کارډ ترلاسه شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...