Home » سیمه او نړی » د پاکستان یوې محکمې د لشکر طیبه مشر په پنځو کالو بند محکوم کړ
رویداد خبري آژانس

د پاکستان یوې محکمې د لشکر طیبه مشر په پنځو کالو بند محکوم کړ

په پاکستان کې یوې محکمې پرون د جمعې په ورځ جنوري ۸ (مرغومي ۱۹) د لشکر طیبه مشر ذکي الرحمن لکهوي د اورپکو د مالي تمویل په جرم په پنځو کلونو بند محکوم کړ.

د امریکا متحدو ایالتونو او هند لشکر طیبه د ممبۍ په ښار کې د ۲۰۰۸ په بریدونو کې تورنه بللې چې په کې ۱۶۶ تنه ووژل شول.

پاکستاني مقامات وايي چې ښاغلي لکهوي په یو درملتون کې اورپکو ته پېسې ټولولې او وېشلې.

سره له دې چې هغه د هند له بریدونو وروسته ونیول شو خو په ۲۰۱۵ کې بېرته له زندان څخه خوشي شو.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټه وايي چې لکهوي د لشکر طیبه د عملیاتو د څانګې مشر دی.

دغې کمېټې لکهوي په افغانستان، عراق، چچنیا او ځینو نورو سیمو او هېوادونو کې په ترهګریزو بریدونو تورن کړی دی.

پاکستان دا مهال د ترهګرو د مالي سرچینو ضد ادارې (FATF) په خړ لست کې دی او که پاکستان د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د بندولو او مشرانو د نیولو په اړه اقدامات ونکړي،‌ شاید د دغه سازمان په تور لست کې شامل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو راپور کې ویلي دي‌ چې پاکستان لا هم د ترهګرو ځاله ده.

د وزارت راپور وايي‌ دا ډلې په افغانستان او هند کې ترهګریز بریدونه کوي او اسلام اباد یې په ضد قناعت کوونکی اقدام نکوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...