پاکستاني رسنیو ویلي، چې د پاکستان پنجاب په مرکز لاهور کې د دویمې پرله پسې ورځې لپاره د کم ساري اورښت او سیلابونو راوتو له امله ۴ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.
چارواکي وايي، چې دغه کسان په دوو جلا پیښو؛ د چت او دیوار نړیدو په پیښو کې د پنجشنبې په ورځ مړه او ژوبل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا او پنجاب ایالتونو کې د سیلابونو او بې ساري اورښت له امله د ۱۰ کسانو د وژل کیدو راپورونه ورکړل شوي وو.