Home » سپورټ » د پاکستان سوپر لیګ ته ٣٥ افغان کرکټ لوبغاړو نومليکنه کړې
رویداد خبري آژانس

د پاکستان سوپر لیګ ته ٣٥ افغان کرکټ لوبغاړو نومليکنه کړې

د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) ٦م پړاو لپاره د راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان په ګډون ٣٥ افغان لوبغاړو هم نومليکنه کړې ده.

د راپورونو په وېنا، د پاکستان سوپر ليګ راتلونکي پړاو لپاره له ٤٠٠ څخه زياتو بهرنيو لوبغاړو نومليکنه کړې ده، چې په دې کې ٣٥ افغان لوبغاړي هم شامل دي.

په دې کې تر ټولو زيات لوبغاړي د ويسټ انډيز او انګلستان دي، چې د دواړو هېوادونو څخه ٧٠-٧٠ لوبغاړو نومليکنه کړې ده، همدا راز ٣٥ افغان لوبغاړو هم ورته خپل نومونه ليکلي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ مخکې د پلاټينيم کټګوري لوبغاړو ليسټ او نومونه خپاره کړي و، چې په هغه ليسټ کې د افغانستان راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان هم شامل و.

خو په نورو لوبغاړو کې کوم افغان لوبغاړي شامل دي، دا ليسټ تراوسه پورې د پاکستان کرکټ بورډ نه دى خپور کړى.

د پاکستان سوپر ليګ راتلونکي پړاو سياليو لپاره د جنورۍ په ١٠مه نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې د ډرافټ مراسم ترسره کېږي، چې ٦ لوبډلې به پکې د خپلې خوښې لوبغاړي واخلي.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر ليګ تېر پړاو ته هم ډېر شمېر افغان لوبغاړو نومليکنه کړې وه، خو د ډرافټ په مراسمو کې هېڅ لوبډلې کوم افغان لوبغاړى نه و پېرلى.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...