د هرات مسوولین وايي، د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز جوړولو چارې له ۸۰ سلنې زیاتې بشپړې شوې دي.
د دوی په وینا، د دغه فاز چارې به تر راتلونکو پنځو میاشتو بشپړې شي. د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي رسنیو ته ویلي: “ا.ا ژمن دی چې د دې پروژې کارونه تر راتلونکو پنځو میاشتو بشپړ کړي.”
د ویلو ده چي د هرات – خواف د اوسپنې دا پټلۍ له بېلابېلو هېوادونو د خامو توکو وارداتو او د هرات تولیدي توکو صادراتو په برخه کې ارزښتناک رول لري.
دا په داسې حال کې ده چې د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو چارې شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې او په پام کې ده چې تر راتلونکو اتلس میاشتو ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس