په چک ولسوالۍ کې د نجونو د یوه لومړني ښوونځي د رغېدو چارې بشپړې شوې.
په میدان وردګو ولایت کې د کلیو دبیارغونې او پراختیا ریاست د ولسي تړون پروګرام له لوري د چک ولسوالۍ په ګرداب سیمه کې د بي بي هاجرې د نجونو د یوه لومړني ښوونځي د جوړولو چارې د یو کال په موده کې بشپړې شوې.

یاد ښوونځی د شپږو ټولګیو او یوې اداري خونې په لرلو سره یوه د څښاک اوبو څاه او درې بابه تشنابونه لري، چې پر رغېدو یې( ٤٦٢١٠٠٠)افغانۍ لګښت شوی او په راتلونکې کې به د یادې سیمې سلګونه تنه زده کوونکې د زده کړو لپاره د یوه معیاري او مناسب چاپیریال له شتونه برخمن شي.

دا مهال په چک ولسوالۍ کې د ولسي تړون پروګرام تر چتر لاندې د نهو ښوونځیو د رغېدو چارې رواني دي، چې ډېر ژر به یې کارونه بشپړ شي.
د یادونې وړ ده، چې په دې ولسوالۍ کې به ټول ٣٥ ښوونځي ورغیږي.