د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د مالیزیا د اسلامي یووالي نړیوالې ټولنې چې د یاد هېواد له سترو او معتبرو اسلامي ټولنو ده، په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي دوام محکوم کړ او دا جګړه یې د اسلامي شریعت ضد او ناروا وبلله.
له بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي:” د مالیزیا د اسلامي یووالي نړیوالې ټولنې تېره ورځ په کوالالمپور کې د افغانستان اسلامي جمهوریت ته د یو لیک له لاري غوښتنه وکړه چې د افغانستان ناورین ته باید د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې د پای ټکی کېښودل شي.”
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د بنګلدېش هېواد د اسلامي علماوو ټولنې هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه او په جنګ له ښکېلو غاړو یې غوښتنه وکړه چې د خبرو اترو له لاري دې دغه جګړه پای ته ورسوي.