Home » افغانستان » د لوړو زده کړو وزارت په ۹ ولایتونو کې د ۱۱ تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړي

د لوړو زده کړو وزارت په ۹ ولایتونو کې د ۱۱ تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړي

د لوړو زده کړو وزارت مسوولان وایې، چې د هیواد په نهه ولایتونو کې یې د یوولس تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړي دي.
دغه وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د یادو تحصیلي موسسو جوازونه یې په غزني، فراه، بادغیس، تخار، کندز، بغلان، بلخ، سمنګان او هرات ولایتونو کې لغوه اعلان کړي دي.
خبرپاڼه کې د تحصیلي موسسو د جوازونو د لغوه کېدو لاملونه، خیالي استاد، خیالي محصلان، د تعلیمي-اداري اصولو نه مراعات کول او ځېنې نورې سرغونې بلل شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د تړل شویو تحصیلي موسسو مسوولان به له دې سربېره عدلي او قضایي ارګانونو ته هم معرفي شي.
له دې وړاندې داسې ویل کیدل چې د هیواد په زیاتره ولایتونو کې لسګونه تحصیلي موسسې له جواز پرته فعالیت کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...