Home » سپورټ » د سويلي افريقا او اسټراليا سیالی د کرونا له امله وځنډېدې
رویداد خبري آژانس

د سويلي افريقا او اسټراليا سیالی د کرونا له امله وځنډېدې

د اسټراليا کريکټ بورډ وايي چې د کووید-۱۹ له امله يې لوبډله سويلي افريقا ته نه استوي.

په سويلي افريقا کې د کووید-۱۹ د نوي ډول څپې بيا زور اخيستی ، د ناروغانو کچه لوړه سوې او د مړو شمېر يې هم مخ په ډېرېدو دی.

پرون سې شنبې (د فبرورۍ۲مه نېټه) په مازديګر د اسټراليا کريکټ بورډ اجرائوي رئيس نيک هوکلي وويل چې د کرونا وېروس له کبله يې د لوبډلې سفر وځنډېده.

نوموړي زياته کړه چې د سويلي افريقا کريکټ بورډ ته احترام لري خو د خپلو لوبغاړو او د لوبډلې سره د تلونکو کسانو روغتيا ورته ډېره مهمه ده.

نيک ويلي چې هرکله د کرونا وېروس وېره کمه سوه نو لوبډله به يې سويلي افريقا ته د ۳ ټيسټ لوبولپاره سفر وکړي.

دا لومړی ځل ندی چې د سويلي افريقا سره لوبې ځنډېږي،تېره مياشت هغه مهال انګلينډۍ لوبډله د سويلي افريقا څخه بيرته خپل هيواد ته ولاړه چې د سويلي افريقا د ځينو لوبغاړو او د هوټل د کارکوونکو د کرونا وېروس ټيسټ مثبته پايله ورکړه.

د پاکستان ښځينه کريکټ لوبډلې هم خپل سفر دې هيواد ته ځنډولی دی.

اسټراليا تېر کال هم خپل لوبه د بنګلدېش او افغانستان سره وځنډولې خو په تېرکال ډسمبر مياشت کې د افغانستان کريکټ بورډ اعلان وکړ چې د اسټراليا سره به په ۲۰۲۱ز کې يوازنۍ ټیسټ ترسره کوي خو د اسټراليا کريکټ بورډ تر اوسه دا خبر ندی تائيد کړی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...