Home » سیمه او نړی » د روغتیا نړیوال سازمان چین کې د کرونا رېښې پلټي چې دا ویروس څنګه پیدا او خپور شو
رویداد خبري آژانس

د روغتیا نړیوال سازمان چین کې د کرونا رېښې پلټي چې دا ویروس څنګه پیدا او خپور شو

د روغتیا نړیوال سازمان د نړیوالو متخصیصینو یوه ډله چین ته استوي چې د کرونا وبا رېښې وپلټي او معلومه کړي چې دا ویروس ځنګه پیدا او خپور شو.

دا ډله به راروانه پنجشنبه چین ته رسیږي، خو لا معلومه نه ده چې اجازه به ورکړل شي چې د چین د ووهان ایالت ته چې د کروناویروس د زېږېدو ځای بلل کیږي، ولاړه شي او که نه.

د ملګرو ملتونو یو ویاند سټیفن دوچارېک په دې اړه وویل: « د روغتیا نړیوال سازمان د دغې وبا سره د مبارزې مشري کوي او دا ډېره مهمه ده چې دا سازمان د دغې وبا رېښې په پېدا کولو کې هم مشري په غاړه واخلي چې په آینده کې موږ لا ښه چمتو واوسو.»

چین د دوشنبې په ورځ د روغتیا د نړیوال سازمان د دغې ډلې د ورتلو خبر ورکړ او‌ په همدې ورځ په کې ۱۰۳ کسان د کروناویروس په ناروغۍ اخته شول. دا په تېرو پنځو میاشتو کې لومړی ځل دی چې په یوه ورځ په چین کې دومره کسان د کرونا په ویروس اخته کیږي.

امریکايي چارواکي د چین حکومت تورنوي چې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه یې معلومات پټ کړي او په وخت یې په دې اړه معلومات خپاره کړي‌ نه دي. خو چین دا تورونه ردوي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ایالت کې خپور شو.

د امریکا د جانز هاپکنس پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې دمه په نړۍ کې څه باندې ۱.۹ میلیون خلک د دغه ویروس له کبله مړه شوي‌ او تر ۹۰ میلیون ورپورته نور انسانان پرې اخته دي.

دا په داسې حال کې دي چې په امریکا او برتیانیا کې د کروناضد واکسینونه تولید شوي او استعمال پيل شوی دی،‌ خو ورسره د کروناویروس نوې څپې هم پید اشوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...