Home » سیمه او نړی » د روغتیا نړیوال سازمان بې وزلو هېوادونو ته د کووید-۱۹ واکسین وېشي
رویداد خبري آژانس

د روغتیا نړیوال سازمان بې وزلو هېوادونو ته د کووید-۱۹ واکسین وېشي

د روغتیا نړیوال سازمان یوه مشره وايي، هغو هېوادونو ته چې د خلکو ګټه وټه یې کمه ده، د کوواکس تر سکيم لاندې به ورته د کرونا واکسین رسول روانه میاشت پیل شي.

د دغه سازمان د خوندیتوب برخې مشرې کېټ اوبراین (Kate O’Brien) اعلان د جنورۍ پر اوومه په داسې حال کې وشو، چې د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا وېروس د نوې بڼې د خبرېدو له کبله وضعیت کړکېچن بللی دی.

دغه وېروس چې په خلکو کې په تيزۍ سره خپرېږي، لومړی په اروپا کې راڅرګند وشو، او بیا وروسته د نړۍ ځینو نورو هېوادونو ته خپور شو.

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۸۸ میلیونو ته رسېدلی او له دې د مړو شمېر شاوخوا ۱۹ لکو ته رسېدلی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...