Home » سیمه او نړی » د روسیې سپوتنیک-وي واکسین ۲ لکه ډوزه سلواکیا ته ورسېد
رویداد خبري آژانس

د روسیې سپوتنیک-وي واکسین ۲ لکه ډوزه سلواکیا ته ورسېد

سلواکیا ته د کرونا ویروس ضد سپوتنیک-وي واکسین دوه لکه دوزه ورسېدل. سلواکیا له روسیې سره د دوه میلیونه ډوزه سپوتنیک-وي واکسین د اخیستو تړون کړی دی.

د دوشنبې په ورځ د دې واکسین د لومړۍ برخې تر رسېدو وروسته، د دغه هېواد صدراعظم ایګور ماتوویچ وویل: “دا دوه ملیونه دوزه واکسین به له یو ملیون سلواکیانو سره د دوو میاشتو په ترڅ کې مرسته وکړي. موږ به د شوي تړون له مخې یو ملیون دوزه واکسین ترلاسه کړو. بیا به په مې او جون میاشتو کې یو ملیون دوزه نور ترلاسه کړو.”

سلواکیا له هنګري وروسته د اروپایي ټولنې دوهم هېواد دی چې په روسیه کې د کرونا ضد جوړ شوی واکسین ترلاسه کوي. د اروپایي ټولنې د درملو د مؤسسې له لوري لاهم سپوتنیک-وي واکسین نه‌دی تصویب شوی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...