Home » سیمه او نړی » د روسیې او بلاروس هېوادنو مشران نن په سوچې ښار کې سره ګوري
رویداد خبري آژانس
د بلاروس رهبر الکساندر لوکاشینکا او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې او بلاروس هېوادنو مشران نن په سوچې ښار کې سره ګوري

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بلاروس رهبر الکساندر لوکاشینکا به نن دوشنبه د فبرورۍ۲۲ د روسیې په سوچي ښار کې سره وګوري

کرملېن تېره اوونۍ ویلي و چې پوتین او لوکاشینکا به پر اقتصادي اړیکو، د انرژي پر مسئلو او امنیتي موضوعاتو بحث وکړي.

دوی داسې مهال سره ګوري چې ټاکل شوې اروپایي ټولنه پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي.

ګمان کېږي چې دا ټولنه به پر بلاروس هم خپل بندیزونه عملي کړي.

پر بلاروس د معترضانو، مخالفانو او رسنیو د ځپلو په خاطر بندیزونه لګول کېږي.

بلاروس د تېر کال له ټاکنو وروسته د پراخو اعتراضونو شاهد دی، دې ټاکنو کې لوکاشینکا چې له ۲۶ کلونو راهیسې په واک کې دی، بریالی اعلان شو، خو مخالفان‌یې ټاکنې له درغلیو ډکې بولي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...