د روان کال له پیله تراوسه یوزر او ۲۹۰ کورني باغچې جوړ شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د روان مالي کال له پیل څخه تر دې دمه په بېلابېلو ولایتونو کې یوزر او ۲۹۰ کورني باغچې جوړ کړي دي.
د کرنې وزارت د یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي:” دغه کورني باغچې هر یو یې په یوه بسوه ځمکه کې د کابل، بغلان، لوګر، پروان، ننګرهار، بلخ او هرات ولایتونو کې یوزر او ۲۹۰ مېرمنو ته جوړ شوي دي.”

خبرپاڼې کې راغلي،دغه راز د کابل په ولایت کې ۷۰ مېرمنو ته د مرخېړیو د تولید ۷۰ کڅوړې چمتو او په دوی وېشل شوي دي.