Home » افغانستان » د خاشرود د وروستۍ پیښې د څېړلو لپاره حکومتي پلاوی نيمروز ته تللی
رویداد خبري آژانس

د خاشرود د وروستۍ پیښې د څېړلو لپاره حکومتي پلاوی نيمروز ته تللی

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ د وروستۍ پېښې د څېړلو لپاره یو حکومتي پلاوی دغه ولایت ته تللی دی.

ادعا شوې، چې په خاشرود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یوه هوایې برید کې لږ تر لږه ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي چې ویل کېږي قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.

د قربانیانو کورنیو پرون ویلي وو، چې د پېښې د ارزونې لپاره ټاکل شوی پلاوی لا تر اوسه سیمې ته نه دی تللی.

د افغانستان دفاع وزارت نن په یوې خبرپاڼې کې لیکلي، چې د ولسمشر په سپارښتنه د دغه وزارت د کشف او استخباراتو د مشر برید جنرال عبدالقیوم سالارزي په مشرۍ پلاوی ټاکل شوی او نیمروز ولایت ته تللی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...