Home » سپورټ » د ای.پي.ایل کرکټ لیګ بولي سبا پنجشنبه ترسره کېږي
رویداد خبري آژانس

د ای.پي.ایل کرکټ لیګ بولي سبا پنجشنبه ترسره کېږي

ټاکل شوې د هند آی پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو رانیولو مراسم د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه(سبا پنجشنبه) ماپښین درې بجې په چینای ښار کې ترسره شي.

ددې لیګ بولي ته ټول ټال ۱۰۹۷ لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، چې ۸۱۴ خپله هندي او ۲۸۳ بیا بهرني لوبغاړي وه.

خو د آی پي ایل ادارې له ۱۰۹۷ لوبغاړو له ډلي یوازې ۲۹۲ غوره کړل او اوس به دا ۲۹۲ لوبغاړي بولي ته وړاندې کیږي.

د آی پي ایل لیګ ته ۳۰ افغان لوبغاړو نوم لېکنه کړې وه چې۷ لوبغاړي مجیب الرحمن، رحمن الله ګُربز، قیس احمد، نوین الحق، نوراحمد لکڼوال، کریم جنت او فضل حق فاروقي شارټ لېست شوي دي.

راشد خان او محمد نبي بیا له خپلې پخوانی لوبډلې سنرایزر حیدراباد سره پاتې دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...