Home » سیمه او نړی » د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر له دندې ګوښه شو
رویداد خبري آژانس

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر له دندې ګوښه شو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون دوشنبې د نوومبر ۱۰ (لړم۲۰) اعلان وکړ چې د دفاع وزیر مارک اسپر یې له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې د امریکا د ترهګرۍ ضد ملي ادارې مشر کرېسټوفر مېلر د دغه وزارت سرپرست ګومارلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېرماښام په خپله ټویټر پاڼه اعلان وکړ چې د دفاع وزارت وزیر مارک اسپر یې له دندې ګوښه کړی او پرځای یې کرېسټوفر مېلر د دغه وزارت سرپرست ټاکلی دی.

نوموړي له مارک اسپر څخه د هغه د خدمتونو په لپاره مننه کړې وه.

ولسمشر ټرمپ دا اعلان په داسې حال کې کوي چې د خپلې ولسمشرۍ یې یوازې دوې میاشتې پاتې دي او له هغه وروسته به د سپینې ماڼۍ چارې جوبایډن ته سپاري.

د ډیموکراټ ګوند نوماند جوبایډن سږنۍ ټاکنې په ډېر لوی توپیر له خپل سرسخت سیال او اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه وګټلې.

او جوبایډن به د راتلونکي کال د جنورۍ میاشتې په شلمه نېټه لوړه وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...