Home » افغانستان » د امریکا دفاع وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو او د اوربند غوښتنه کړې
رویداد خبري آژانس

د امریکا دفاع وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو او د اوربند غوښتنه کړې

د امریکا دفاع وزیر لویډ استین پرون ماښام له افغان ولسمشرمحمد اشرف غني سره په خبرو کې  په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو او د دایمي اوربند غوښتنه کړې ده.

د ارګ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، افغان ولسمشر پرون ماښام د امريکا متحدو ايالتونو دفاع وزير لويډ استين سره ټليفوني خبرې وکړې، په دغه ټليفوني مکالمه کې، دواړو لوريو د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او د افغانستان د سولې پروسې د وروستيو انکشافاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

اعلامیه کې راغلي، د امريکا دفاع وزير د دې ترڅنګ چې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ وستايلې وويل، د هيواد نوی حکومت يې د سولې هغې پایداره پروسې چې د افغانانو په ګټه وي او په پايله کې يې دايمي اوربند ترلاسه شي ملاتړ کوي.

د اعلامیه په وینا، دغه راز په دې تليفوني تماس کې دواړو لوريو د تاوتريخوالي او هدفي ترورونو په زياتوالي اندېښنه وښوده او هغه يې وغندل.

دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې د سولې پروسه له خنډونه سره مخ شوه او په دوحه کې د دواړو لورو ترمنځ خبرې په ټپه ولاړې دي او د طالبانو پلاوی په بهرني  سفرونه بوخت دی.

تر دې وړاندې د امریکا د نوي حکومت رهبري د طالبانو سره د هوکړې د بیا ارزولو خبره وکړه او زیاته یې کړه، دوی د یادې هوکړې په اړه پوره نه دې خبر او ترڅو چې په ټولو جزیاتو خبر نه شي دا هوکړه د دوی لپاره د منلو وړ نه ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...