د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانی وزیر وحیدالله شهراني د وظیفوي صلاحیتونو څخه د ناوړه استفادې په تور په ۱۳ میاشتو بند محکوم شوی دی.
د افغانستان سترې محکمې پرون شنبې (د مرغومي ۱۳مه) د خپلې درې ورځنۍ علنۍ غونډې په وروستۍ ورځ کې وویل چې ښاغلی شهراني یې په یو کال او یوه میاشت بند محکوم کړی دی.
پر دې سربېره، ښاغلی شهرانی باید ۱.۵ میلیون ډالر د ضمانت په توګه د دولت حساب ته انتقال کړي.
وحیدالله شهراني تورن و چې د «صنعت مجدد ایران» له شرکت سره یې په هرات کې د سمنټو د فابریکې جوړولو او د «پهلوانانو» د سکرو د ډبرو په قراردادونو کې د وظیفوي صلاحیتونو څخه ناوړه استفاده کړې ده.
د هېواد سترې محکمې ویلي دي چې د ایراني شرکت څخه د یو نیم میلیون ډالرو د نه تسلېمېدو له کبله د افغانستان د معادنو وزارت تاوان کړی دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په ۱۳۸۷ ښاغلی شهراني د سوداګرۍ سرپرست وزیر ټاکلی و.
ښاغلي شهراني بیا د ولسي جرګې څخه د باور رایه واخیسته او بیا تر ۱۳۹۲ پورې د کانونو او پټرولیم وزیر و.