دافغانستان او ازبکستان ترمنځ د برېښنا اخیستلو ۱۰ کلن هوکړه لیک لاسلیک شو. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ۵۰۰ کیلوولټ مزي له تکمیلېدو وروسته به لومړي کال په ساعت کې ۴.۲۵ او له دې وروسته په ساعت کې ۶ میګاواټه برېښنا افغانستان ته صادره شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر، چې تاشکند ته د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تللی، د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره کتلي دي.

دواړو لورو د افغانستان د برېښنا شرکت او ازبکستان د انرژۍ وزارت تر منځ د برېښنا د لېږد هوکړې په لاسلیک کولو او همدارنګه د سوداګرۍ او ترانسپورټ په برخه کې د همکاریو پراخولو هوکړه کړې ده.
سربېره پردې، دواړو لورو د سولې پر اهمیت او د سیمه ییزې سولې په تضمین کې د ازبکستان پر رول خبرې کړې دي. حنیف اتمر د سولې له پروسې او د افغان حکومت له دریځ څخه د ازبکستان د ملاتړ له امله مننه کړې ده.