د اسټرالیا په راروانو بیګ باش سیالیو کې د دې لیګ مسولینو درې نوي تغیرات او اصول ټاکلي، چې ۲۰۲۰ کال بیګ باش سیالیو کې به پلي شي.
نړیوالو قوانینو ته په کتو، په شل اوریزو لوبو کې لومړي شپږ اوره ((Power Play کې دوه لوبغاړو ته له دیرش متره دایرې بهر د ودرېدو اجازه شته، خو بیګ باش کې نوي ټاکل شوي اصول دا دي، چې لومړی څلور اوره به پاور پلی وي، پاتې دوه اوره به د لوبې له ۱۱ اور څخه وروسته د توپ وهونکو په خوښه اخیستل کېږي.
د لوبغاړو په لومړي نوملړ کې چې لوبڅارانو ته سپارل کېږي، ۱۲ او ۱۳ لوبغاړی د لوبې تر ۱۰ اور پورې د هر هغه لوبغاړي پر ځای لوبه کولای شي کوم لوبغاړي چې توپ وهنه نه وي کړي او یا یې په توپ اچونه کې یو اور نه زیات اور ترسره کړی وي.
د منډو پوره کونکې لوبډلې منډې که د مخالفې لوبډلې د ۱۰ اورونو منډو نه په ۱۰ اور کې زیاتې وې، یوه نمره اضافي ورکول کېږي، که همداسې مخالفې لوبډلې منډې په لسم اور کې د بلې مخالفې لوبډلې څخه زیاتې وې، نو بیا دوئ ته یوه نمره ورکول کېږي، عمومآ په کرکټ لوبه کې بریا سره لوبډلې ته دوه نمرې ورکول کېږي، خو اوس به ګټونکي لوبډلې ته درې نمرې ورکول کېږي.