د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی محمد سمیع فیضي راتلونکې اونۍ خپل ایټالوي سيال سره سيالي لري.
محمد سمیع فیضي راتلونکې اوونۍ په عربي اماراتو کې د خپل سرسخت ایټالیوي سیال لونارډو ډیماني سره په جېمره بیچ هوټل کې سیالي لري.
سیمع فیضي چې تېره ورځ دوبۍ ته د سفر لپاره روان و، په یوې ژوندۍ ویډیو کې یې د کابل خونړۍ پېښې یادونه وکړه، فیضي زیاته کړه، چې یادې پېښې یې مورال کمزوری کړی، خو بیا هم خپل سیال ته ماتې ورکولو ته په تمه یم.دا لوبه په ۷۷ کیلو ګرام وزن کې ترسره کیږي، چې فیضي ورته د پوره چمتوالي خبر ورکړی.
عبدالسمیع فیضي ویلي له تېرو دوو میاشتو راهیسي یې د دې لوبې لپاره سخت تمرینونه ترسره کړې دي.