دفاع وزارت وايي، چې د کندهار ولايت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۸۲ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان ملي دفاع وزارت د یوه خپروه کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د کندهار ولایت په ژیړۍ، پنجوایي، میوند، میانشین او شاولیکوټ ولسوالیو اړوندو سیمو کې د هوايي ځواک په ملاتړ د طالبانو ځوابه بریدونو پرمهال ۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې د طالبانو ۳۰ میله وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.