د افغانستان د ملي دفاع وزارت په کندز ولایت کې د ۱۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه.
دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، دغه شمېر وسله وال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندوز په بېلابېلو ساحو کې وژل شوي او ۸ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
ارزګان کې ۱۰ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته ۱۳۹۹ د مرغومې ۲۰مه
په عین حال کې یاد وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې د اروزګا په خاص ولسوالۍ کې ۱۰ تنه طالب وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې طالب وسله والو د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو په هدف راټول شوي وو. چې افغان ځواکونو دغه وسله وال په نښه کړل چې په ترڅ کې یې ۶ طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه رسماً کومه تبصره نه ده کړې.