د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې د مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعاه کړې دی.
د دفاع وزارت د یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغان هوايي ځواکونو د بريدونو په پايله کې، د هلمند ولايت واشير ولسوالۍ اړوند ګرازان او ملغزار کليو کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
د یاد وزارت خبرپاڼه زیاتوي:” هلمند واشير ولسوالۍ په ګرازان کلي کې د افغان هوايي ځواکونو په بريد کې د طالبانو د دوو مهمو کسانو منصور او متقي مرستيال په ګډون ۱۳ طالبان وژل شوي او د واشير ولسوالۍ د ماين خښوونکو عمومي مسوول راشد په ګډون يې ۵ تنه نور ټپيان دي.”
خبرپاڼه کې راغلي، د ګرازان په هوايي برید کې د طالبانو ۴ عرادې موټر، ۲ ميله SPG۹ او ګڼ شمير وسلې او تجهيزات له منځه تللي دي.
خو تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.