Home » افغانستان » دفاع وزارت:نهرسراج ولسوالی کې مو د طالبانو له زندانه ۲۷ بندیان ازاد کړي

دفاع وزارت:نهرسراج ولسوالی کې مو د طالبانو له زندانه ۲۷ بندیان ازاد کړي

د دفاع وزارت وایي چې افغان کومانډویانو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات کړی او ۲۷ بندیاین یې ازاد کړي دي.


د افغانستان ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د کومانډو ځانګړو ځواکونو تیره شپه په دغه زندان باندې عملیات ترسره کړل چې په کې د طالبانو د زندان یو ساتونکی ووژل شو.


د دفاع وزارت ویلي: “دغه زندانیان دطالبانو له لوري سخت شکنجه، ځوریدلي او د اسلامي اصولو بشري حقونو خلاف چلند ورسره شوی دی”.


د دفاع وزارت له خوا رسنیو سره په شریک شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې په بندیانو کې یو شمیر ماشومان او سپین ږیري هم شامل دي.


د دفاع وزارت په بیان کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې، مهمات او یوه برمه چې د سرکونو او پلونو ویجاړیدو کې ترې کار اخیستل کیدل د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.


وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.


تیره اونۍ هم د افغانستان دفاع وزارت په هلمند ولایت کې د طالبانو د یو زندان د ماتولو او د ۱۳ ملکي وګړو د ازادولو خبر ورکړی و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...