د دفاع وزارت مرستیال وایي، بهرني ځواکونه به د افغانستان شرایطو ته په کتو د خپل حضور یا وتلو په اړه پرېکړه کوي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال شامحمود میاخیل په خپله یوه مرکه کې ویلي طالبانو پر خپلو ژمنو هېڅ راز عمل نه دی کړی.
میاخیل په وینا دغه ډلې نه تاوتریخوالی کم کړی دی، نه اوربند ته تیار شوي دي او نه یې هم په مذاکراتو کې پرمختګ ته لار هواره کړې ده.
نوموړی وایي همدې مسایلو ته په کتو ښایي طالبان ددې لامل شي چې په هېواد کې د بهرنیو سرتېرو حضور دوام وکړي.
دده په خبره بهرني ځواکونه تل وایي چې شرایطو ته په پام به په افغانستان کې د خپل حضور یا وتلو په اړه پرېکړه کوي نو ظاهرا داسې ښکاري چې شرایط د بهرنیانو وتلو ته برابر نه دي.