Home » افغانستان » دفاع وزارت:د دشت ارچي ولسوالۍ ډیری سیمې له طالبانو څخه پاکې شوې
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت:د دشت ارچي ولسوالۍ ډیری سیمې له طالبانو څخه پاکې شوې

دفاع وزارت وايي د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ ډیری سیمې له طالبانو څخه پاکي کړي دي.

وسله والو طالبانو دوه شپې وړاندې د دشت ارچي ولسوالۍ پر مرکز بريدونه وکړل چې د سرچينو په خبره،د دې ولسوالۍ بازارته هم ننوتل.

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت نن سې شنبه، د نومبر۱۷ (لړم۲۷) په یوه خپره کړې خبرپاڼه لیکلي، چې دفاعي او امنیتي ځواکونو تیره شپه د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د دشت ارچي ولسوالۍ ډیری سیمې د طالبانو څخه پاکې کړې.

رویداد خبري آژانس

ياد وزارت ويلي چې طالبانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده٠

په خبرپاڼه کې ويل شوي:”اوس عملیات په جدي توګه دوام لري او امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او ډیر ژر به پاتې سیمې هم د طالبانو له شتون څخه پاکې شي.”

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...