Home » افغانستان » حکمتیار:ارګ د سولې په لار کې خنډونه جوړوي
رویداد خبري آژانس
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار

حکمتیار:ارګ د سولې په لار کې خنډونه جوړوي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا پر حکومت په تېره پر ولسمشر او شاوخوا کسانو یې تور پورې کړی چې دوی د سولې د راتګ مخالف دي.

نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال بیا هم دا ګیله کړې چې ارګ ورسره پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی او دوی به د خپلو غوښتنو لپاره په لاریونونو لاس پورې کوي.

ده همدا راز د سولې په اړه ویلي چې ارګ د سولې په لار کې خنډونه جوړوي، د سولې اراده نه لري او د سولې غوښتونکی هم نه دی.

حکمتیار همدا راز افغان حکومت فاسد وباله او په خبره یې فساد پکې اوج ته رسېدلی دی او په اداراتو کې د فساد ختمول اوس یو ناشونی کار دی.

نوموړي دا هم ویلي چې دمګړی په دوحه کې د سولې روان بهیر ناکام دی او باید په کوم بل هېواد کې د سولې خبرې پيل کړل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...